۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
Sun, Jan 26 2025 9:54 AM
شسیبشسی
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو ۱۸ شکمن کسان د غلا، دوکې او نورو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، سمنګان، سرپل او فاریاب کې نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. له ډلې یې، اووه شکمن کسان په بېلابېلو جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو په نیمروز، شپږ تنه د نغدو پیسو او مبایلونو د غلا په تړاو په سمنګان، درې تنه له یو دکان څخه د اجناسو د غلا په تړاو په سرپل او دوه تنه د ۲۶۰ زره افغانیو په ارزښت د دوکې په تړاو د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.