۴ ولایتونو کې؛ امنیتي ځواکونو ۱۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې امنیتي منسوبینو ۱۸ شکمن کسان د غلا، وژنې، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو په هرات، نیمروز، هلمند او بلخ کې نیولي دي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، ۹ تنه د غلا او یو تن د وژنې په تړاو له یو ميل وسلې سره په هرات، پنځه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، دوه تنه د ۹۱ کارتنه طبي درملو د قاچاق په تړاو په هلمند او یو حرفوي غل د زرنج موټر سایکل د غلا په تړاو د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.