په اتو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

امنیتي ځواکونو د هیواد په اتو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، جوارګرۍ او نامشروع اړیکو ساتلو په تړاو ۱۸ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، څلور تنه د غلا په تړاو په هلمند، دوه تنه په هرات، پنځه تنه د جوارګرۍ په تړاو په بلخ، یو تن د وژنې او یو تن د غلا په تړاو په جوزجان، دوه تنه د نامشروع اړیکو لرلو په تړاو په سمنګان او درې مسلکي غله په ننګرهار، بدخشان او میدان وردګ ولایت کې نیول شوي دي.