۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۳ شکمن کسان نیولي او وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۹
sfdgfdgs

د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو د هیواد په څلورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو غلا، ناقانونه وسلو ګرځولو، اسنادو جعل او قاچاق په تړاو ۱۳ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، دوه تنه د وسایطو د غلا او څلور تنه د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو په هرات، دوه تنه د جعل او دوه تنه د نغدو پیسو د غلا په تړاو په تخار، دوه تنه د درملو د قاچاق په تړاو په نیمروز او یو حرفوي غل په ننګرهار کې نیول شوی دی.

په ورته مهال، پولیسو په کنړ ولایت کې لسګونه د درنو او سپکو وسلو مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.