په ۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۰ تنه شکمن کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونېول.

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۰:۵۳
fsdfsafdsaf

د پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ تنه له نیمروز، سرپل، تخار، بدخشان او لغمان ولایتونو څخه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له ډلې يې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو په نیمروز، نهه تنه د غلا شوو موټرسایکلونو په تړاو په سرپل، اوه تنه د قمار کولو په تړاو په تخار، څلور مسلکي غله په بدخشان او یو تن په لغمان ولایت کې د قتل په تړاو نیول شوی دی.