۹ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول moi-af پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۲۲ https://moi.gov.af/ps/%DB%B9%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%DB%B3%DB%B1-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84 د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو په هلمند، هرات، جوزجان، کندز، نیمروز، پکتیا، فراه او ننګرهار کې ۳۱ تنه د غلاوو، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي. له ډلې یې، اته تنه د غلا په تړاو په هلمند، اته وسله وال او مسلکي غله په جوزجان، شپږ غله په هرات، دوه غله او یو تن د درملو د قاچاق په تړاو په نیمروز کې نیول شوی دی. ورته مهال، دوه تنه د پیسو او توکو د غلا په تړاو په پکتیا، دوه مسلکي غله په کندز، یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په کاپیسا، دوه غله په ننګرهار او یو تن په فراه کې د زرنج موټر سایکل د غلا په تړاو نیول شوی دی.