۹ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول moi-af Thu, Nov 14 2024 10:22 AM https://moi.gov.af/en/node/10268 د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو په هلمند، هرات، جوزجان، کندز، نیمروز، پکتیا، فراه او ننګرهار کې ۳۱ تنه د غلاوو، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي. له ډلې یې، اته تنه د غلا په تړاو په هلمند، اته وسله وال او مسلکي غله په جوزجان، شپږ غله په هرات، دوه غله او یو تن د درملو د قاچاق په تړاو په نیمروز کې نیول شوی دی. ورته مهال، دوه تنه د پیسو او توکو د غلا په تړاو په پکتیا، دوه مسلکي غله په کندز، یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په کاپیسا، دوه غله په ننګرهار او یو تن په فراه کې د زرنج موټر سایکل د غلا په تړاو نیول شوی دی.