خبرونه
د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ اړوند د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ساختماني پروژې پیل شوې
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د درېیو مهمو ساختماني پروژو، چې پکې دوه بابه مسجدونه او د ترافیکو مدیریت یوه پروژه شامله ده، د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د دغو پروژو د پرانیستې. . .
په خوست کې ۱۸ کیلوګرامه چرس کشف او نیول شول
د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن د ۱۸ کیلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
پولیس به د نوموړي شخص دوسیه ترتیب او اړوندو. . .
لوګر کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
د لوګر امنیې قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو، له لسګونو اړمنو کورنیو، سوالګرو او د روږدو کسانو له کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وویشلې. یادې کورنۍ. . .
لوګر کې د ترافیک پولیسو مدیریت د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لوګر ولایت امنیې قومندانۍ اړوند د ترافیک پولیسو مدیریت د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د رسمي مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاد مراسم د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي. . .
کابل ولایت کې له ۲۵۰۰ څخه زیات نشه يي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، یو تن د نشه يي ټابلیټونو د پلور پر مهال له ۲۵۲۰ دانو یادو نشه یي ګولیو سره یو ځای د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ونیوه.
د یاد شوي کس. . .
نږدې ۳۰۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته روغ شول
۲۹۷ تنه په نشو روږدي کسان د غزني، میدان وردګ او پکتیا ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې تر درملنې وروسته روغ او د موظفې کمېټې له لوري رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
یاد روږدي کسان. . .
په کابل ولایت کې پر ۱۰۰ اړمنو کورنیو نغدي پیسې ووېشل شوې
په کابل کې پر ۱۰۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو، چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه.
. . .په ۱۳ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو لسګونه تنه ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۶۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
دا کسان په کابل، بلخ، پنجشېر، جوزجان، فراه،. . .
په ۶ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۶ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، په شپږو ولایتونو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په دغو عملیاتو کې، ۹ تنه د. . .
