‏د بلخ د پيښې وضاحت

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۲:۳۰
213

څه موده وړاندې د مزار شریف په ښار کې درې تنه حاجي محمد یوسف حاجي امان الله ډاکټر محمد نادر عالمي د اختطافګرو له لورې وتښتول شول چې د ا.ا ځواکونه له اوږدو کشفي معلوماتو وروسته وتوانیدل چې اختطافګر پيدا کړي چې د دوی له جملې څخه ۸ تنه اختطافګر ونیول شول
‏او له منګولو يې حاجي امان الله او حاجي يوسف وژغورل شول.
متاسفانه چې ډاکټر صیب عالمي د هغه دوه نورو اختطافګرو له لورې په شهادت ورسيدو چې د همدې اته کسيزې ډلګۍ ملګري وو او په نیولو پسې يې لټون روان وو.
ا.ا د عالمي د قاتلانو د پيدا کولو او هغوي ته د سزا ورکولو ژمنه کوي.