غزني کې د نننۍ ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
نن سهار غزني ولایت کې د ملکي مسافرینو موټر د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین هدف ګرځېدلی، چې په ترڅ کې یې د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۰ تنه شهیدان شوي او د درېیو ښځو او درېیو نارینو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي دي.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د جغتو ولسوالۍ - عزني پر لاره ځای پر ځای کړی و، چې له امله یې د ملکي مسافرینو یو فلانکوچ موټر چې له دایکندي ولایت څخه د غزني پر لور روان و، په نښه شوی او په ترڅ کې د درنې ملکي مرګ ژوبلې لامل شوی.
ترهګرو طالبانو په وار- وار پر عامه لارو د ملکي خلکو د نښه کولو په هدف ګڼ شمېر ماینونه ځای پر ځای کړي؛ چې ملي پولیسو بیا د ډېریو ماینونو له چاودنې او ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی؛ خو متأسفانه د ترهګرو طالبانو د ځینو ماینونو د چاودنې له امله ګڼه ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبانو دا عمل جنګي جنایت بولي او د خدای له درباره د دې پېښې د شهیدانو کورنیو ته جمیل صبر او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.