‌په ۶ ولایتونو کې؛ ۱۳ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او استعمال په تړاو نیول شوي او ۹ تنه په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۱:۱۹
rftg

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او لیږد په تړاو په هرات کې، دوه تنه په جوزجان کې، یو بل تن د تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو د نیمروز په ولایت کې او ۴ تنه د نشه یي توکو د استعمال په تړاو په کندهار کې نیول شوي.
دغه راز، ۹ تنه په نشه روږدي کسان د لغمان په ولایت کې راټول او د درملنې په موخه ۱۰۰۰ بستریز روغتون ته لیږدول شوي.