​په تخار ولایت کې ۳۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي او په لغمان کې د هغو یوه تولیدي فابریکه کشف او ضبط شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۵۷
asdfa

​د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو، دوه تنه له ۳۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکو سره د دغه ولایت په خطایان سیمه کې هغه مهال ونیول، چې یاد شوي توکي یې په یو موټر کې په مهارت سره ځای پر ځای کړي وو او نامعلوم ځای ته یې لېږدول.
​په ورته وخت کې، د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د نشه يي توکو یوه تولیدي کارخونه له ۹۳۹ کیلوګرامه ومانو، ۱۹۷ کیلوګرامه سوډا، ۱۳۸ کیلوګرامه مالګې او یو میل وسلې سره کشف او ضبط کړې ده.