د مسوولینو په منځګړیتوب په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله دښمني پای ته ورسېده
د خوست ولایت د مسوولینو د هلو ځلو، او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب، د دغه ولایت د مرکز اړوند په کنډیو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۵ کلنه دښمني چې دوه تنه پکې وژل شوي وو، په سوله ییزه توګه پای ته ورسېده.
هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي میا محمد ولي صدیقي څرګنده کړه، چې دا په خوست کې ۱۰۹مه بریالۍ دوښمني ده چې د ولایتي ادارې په هڅو او د قومي مشرانو په همکارۍ پکې سوله وشوه.
قومي مشرانو او عالمانو هم د ورته هڅو پر دوام ټینګار وکړ او د شخړو هوارول یې د ټولنې د ثبات، امنیت او پرمختګ لپاره حیاتي وبلل.
د مراسمو په پای کې، دواړو کورنیو له دې روغې جوړې خوښي څرګنده کړه، یو بل یې په غېږ کې ونیول او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په سوله ییزه فضا، بښنه او ورورګلوۍ کې ژوند کوي.