۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۵۶
sfsfsf

امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نهه ولایتونو کې د غلا، وژنې، وسلو ناقانونه ساتلو، ناقانونه ښکار او نورو جرمونو په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي.

له منځه یې، نیمروز کې څلور تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، دوه غله او یو تن د اسلامي امارت په ضد د تبلیغاتو په تړاو د  کابل په پغمان ولسوالۍ، درې غله په کندز، دوه تنه د وژنې په تړاو په بدخشان، یو غل او یو تن د ناقانونه ښکار په تړاو په اورزګان او درې غله په سرپل، بادغیس او ننګرهار کې نیول شوي دي.

ورته مهال، د پکتیکا ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي او یو تن یې په تړاو نیولی دی.