۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۱ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسي د هیواد په اتو ولایتونو کې د غلا، له کوره د تېښتې، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۱ تنه نیولي دي.
له منځه یې، هلمند کې اته وسله وال غله، هرات کې پنځه غله او دوه تنه د ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو، شپږ مجرمین په تخار، څلور تنه په سمنګان کې د روژه خوړلو په تړاو، دوه غله په کندز، دوه تنه د وژنې په تړاو په سرپل او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په بغلان کې نیول شوي دي.
ورته مهال، امنیتي ځواکونو په بغلان او غزني کې یو شمېر وسلې او نظامې مهمات موندلي او ضبط کړي دي.