۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د غلاوو، څارویو قاچاق او د الوتونکو ناقانونه ښکار په تړاو ۳۱ تنه نیولي دي.
یاد کسان په بامیان، لغمان، کندهار، بلخ، هرات او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.
ورته مهال، پولیسو د فراه ولایت د لویې لارې په اوږدو کې د ۶۵۰ پسونو بهر ته د قاچاق مخنیوی کړی دی او یو تن یې په تړاو نیولی دی.