۸ ولایتونو کې؛ پولیسو څه باندې ۵۰۰ جریبه نشه یي کروندې له منځه وړي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۹
sfsf

پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام ۲۴۴ جریبه نشه يي کروندې د بغلان په تاله او برفک، دوشي، پل حصار ولسوالیو او مرکزي بغلان، څه باندې ۲۰۰ جریبه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ، ۶۲ جریبه په لغمان، ۲۰ جریبه په کندز، ۱۵۵۰۰ متربع ځمکه په تخار او ۵۷۲۸ متر مربع ځمکه په پروان کې له کوکنارو پاکه کړې ده.
همداراز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو هرات او نیمروز کې نشه یي کروندې اړولي دي.