۸ ولایتونو کې؛ پولیسو شاوخوا ۲۵۰ جریبه نشه یي کښتونه له منځه وړي او ۱۴ تنه نیول شوي

د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام پولیسو ۲۰۰ جریبه د کوکنارو کروندې د بدخشان په داریم، جرم او کشم ولسوالۍ، ۲۶ جریبه په لغمان، یو جریب په نیمروز او بېلابېله کچه نشه یي کروندې په تخار، بلخ او هرات کې اړولي دي.
همداراز پولیسو د نشه یي توکو د پلور او کارولو په تړاو اته تنه په کاپیسا، درې تنه په تخار او دوه تنه په بغلان کې نیولي او د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې یو تن د ۸ بېلره خامو نشه یي توکو په تړاو چې په شیشه کې کارول کېدل نیولی دی.