۸ ولایتونه؛ د کوکنارو کروندې ویجاړې او ۱۰ تنه نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۰:۲۹
1354

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، ۴۶ جریبه ځمکه د میدان وردګو په جلریز او نرخ ولسوالیو او په لسګونه جریبه نوره ځمکه یې د پروان، بامیانو، سرپل او دایکنډي په ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره دمبارزې پولیسو ۵ تنه له ۵ کیلو ګرامه چرسو او ۲۳ دانو تابلیت کا سره په نورستان کې، ۲ تنه د نشه یي توکو کاروباریان په هرات کې او ۳ تنه نور یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په پروان، کاپیسا او خوست ولایتونو کې نیولي.