۷ ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۰:۵۸
5

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په اوو ولایتونو کې بېلابېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نهه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ یو تن د ۱۴ کیلوګرامه "چرسو" او یو عراده موټر سره په پنجشېر ولایت کې، دوه تنه د څلور کیلوګرامه "چرسو، هیرویینو او ښيښه" سره په خوست ولایت کې، یو تن د ۲۰ کیلوګرامه "چرسو" سره په ننګرهار ولایت کې، یو تن د یو کیلوګرام "ښيښه، هیرویینو او یوې قبضې تفنګچې" سره په غور ولایت کې، یو تن له یو شمېر نشه یي توکو سره په هلمند ولایت کې، دوه تنه د ۱۲ کیلوګرامه تریاکو او یو عراده موټر سره په کابل ولایت کې او یو تن د لسو کیلوګرامو "چرسو" سره په کاپیسا ولایت کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو په پار اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.