۷ ولایتونو کې؛ ۲۳ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي

پولیسو په هیواد کې د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو عملیاتو کې ۸ تنه په ننګرهار، ۴ تنه په نیمروز، ۳ تنه په بغلان، درې تنه په پروان، دوه تنه په خوست، دوه تنه په هرات او یو تن په بامیان ولایت کې نیولی دی.
له نیول شویو کسانو ۱۰ کیلو چرس، ۲۱ کیلو اېف، درې میله تومانچې او یوه اندازه هیرویین، شيشه او نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.