۶ ولايتونو کې؛ د نشه يي توکو دوه کارخونې ويجاړې او ۱۲تنه نيول شوي
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو څلور تنه د نشه یي توکو دپلور په تړاو په هرات کې، دوه تنه په کابل کې د ٢١ کيلوګرامو چرسو د پلور په تور، درې تنه په خوست کې د نشه يي توکو د پلور او يو بل تن په هلمند ولايت کې نيول شوی دی.
دغه راز، نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د سرپل او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې د نشه يي توکو دوه فابريکې کشف او له منځه وړي، چې په تړاو يې دوه تنه نيول شوي هم دي.