۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۷۹ روږدي راټول کړي او ۷۰ نور له بستر وروسته رخصت کړي

د کورنیو چارو وزرات نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې ۷۹ روږدي کسان په فراه، فاریاب، غزني، بغلان او پروان ولایتونو کې د درملنې او بستر په موخه راټول کړي او ځایي روغتیايي مرکزونو ته ته لېږدولي دي.
ورته وخت کې، ۷۰ روږدي کسان چې پخوا کابل کې د روږدو د درملنې ۵۰۰۰ بستریز مرکز ته لېږدول شوي وو له درملنې او حرفوي زده کړو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.