۵ ولایتونو کې؛ ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي
پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په لړ کې، ۲ غله له جوزجان، ۲ غله د دوو عرادو موټرسایکلو سره له دایکنډي، دوې ښځې د سره زرو د غلا په تړاو په بلخ، ۲ غله د بادغیس ولایت له مرکز او ۳ تنه نور یې د باستاني اثارو د غیر قانوني کیندلو په تړاو د جوند ولسوالۍ څخه نیولي دي.
دغه راز پولیس ځواکونو، یوه اندازه چاودېدونکي توکي لکه د وسایطو ضد ماین، ۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي باروت، یو بکس د زیکویک مرمۍ او نور نظامي توکي په پروان ولایت کې کشف او ترلاسه کړي.