۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په بلخ، کندز، هرات، خوست او مرکز کابل کې د جلا پلټونکو عملیاتو پایله کې ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.
له نېول شوو کسانو ۲۹ کیلو ګرامه ډول ډول نشه یي توکي، ۲۰ بوشکې تېزاب او نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.