۵۵ تنه په هرات ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ پولیسو، د یوې اونۍ په لړ کې د بېلابېلو کشفي او اپراتیفي عملیاتو په لړ کې، ۵۵ تنه د وسله والو غلاوو، وسایطو غلا، د سرو زرو غلا، غیر قانوني وسلو لېږد او نورو جنایي جرمونو په تړاو د هرات ولایت ولسوالیو او ښار اړونده سیمو څخه نیولي دي.
پولیس ځواکونو، ۱۸ عرادې ډول ډول وسایط، ۱۱ سیټه تلیفونونه او ۶۴۱۵۰۰ افغانۍ چې د نیول شویو غلو له خوا غلا کړل شوې وې کشف کړي او بېرته یې خپلو اصلي څېښتنانو ته ور سپارلي دي.
نیول شوي کسان د سازمان شویو غلو د ګروپونو له ډلې څخه دي چې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې به یې لاس په غلا پورې کاوه.
امنیتي ځواکونه په دې وروستیو کې وتوانېدل چې یاد بانډونه ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.