۴ ولایتونو کې؛ ۲۴ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۱:۵۴
xcfvg

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۲۴ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، په هرات کې یو تن له ۱۱۰ کیلو نشه یي توکو د لېږد په تړاو او ۸ کسه د یادو توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي. دغه راز، ۷ تنه په خوست، ۵ کسه له نشه یي ګولیو او چرسو سره په کابل او درې تنه په غزني کې نیول شوي دي.