۴ ولایتونو کې؛ پولیسو اته تنه نیولي او یو شمېر وسلې ترلاسه کړي دي
امنیتي ځواکونو د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې پنځه تنه د غلا په تړاو په هرات، دوه وسلهوال غله د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې او یو بل تن د جعلي نکاح خطونو د جوړولو په تړاو په خوست ولایت کې نیولی دی.
همداراز پولیسو د دوو جلا اقداماتو په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف او یو ایم ۱۶ ټوپک له څلورو شاجورونو، ۵۷۹ مرمیو او یوې پرتلې سره په بلخ ولایت او دوه میله وسله د دایکندي ولایت په سنګتخت ولسوالۍ کې کشف او ضبط کړي دي.