۴ ولایتونو کې؛ له ۳۰ ډیر جریبه کرل شوي کوکنار اړول شوي

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې منسوبینو په غور، زابل، فراه او لغمان کې په ۳۵ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
له منځه یې، د غور ولایت په چارسده ولسوالۍ کې ۲۰ جریبه د کوکنارو کښت پاک، ۷ جریبه د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې او دوه جریبه دهمدې ولایت مرکز کلات ښار اړونده سیمو کې له منځه وړل شوی دی. دغه راز درې جریبه کوکنار د فراه ولایت په فراه رود او درې جریبه نور په لغمان ولایت کې اړول شوي دي.