۴ ولايتونو کې؛ د ومانو د پروسس يوه کارخونه ترلاسه او ۲۷ کسان نيول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ارزګان کې د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او شاوخوا ۶۰۰ کیلو ومان بوټي یې سوځولي دي.
همداراز، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو څلور تنه په کابل او څلور تنه په کندز کې نیولي دي.
په ورته مهال کې، کندهار کې ۱۹ په نشو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.