۳۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۵:۰
tyt

د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې پوليسو ۳۱ تنه د غلا او وژنو په تړاو په هرات، کنړ، خوست او سمنګان ولايتونو کې نيولي دي.
د سمنګان ولايت د امنيه قومندانۍ پوليسو يو تن د وژنې او دوه تنه نور د  د مرکز ايبک ښار په لومړۍ ناحيه کې نيولې دي.
په ورته وخت کې، ۴۰ زره لېتره بنزين چې په تور غونډۍ بندر کې غلا شوي وو، د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ د جنايي پېښو سره د مبارزې پوليسو له درې تنو سره پيدا او خپلو خاوندانو ته سپارلې دي.
له بل لوري، د کنړ د امنيه قومندانۍ منسوبينو ۱۵ تنه د غلا، وژنو، د نشه يي توکو د لېږد او خرڅلاو په تړاو د ياد ولايت په اړونده سیموکې نيولې دي.

همدارنګه، د خوست ولايت امنيه قومندانۍ د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې پوليسو ۱۰ تنه د غلا او يو شمېر نورو جرمونو په تړاو نيولي دي.