۲ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي
پولیسو ۳۲ تنه د غلا، قاچاق، قمار، ناقانونه وسلو ګرځولو، عامه نظم ګډوډولو او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، نیمروز کې ۱۲ تنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق، درې غله او یو تن د ځورونو په تړاو او په کندز کې ۱۶ تنه د غلا، قمار، عامه نظم ګډوډولو، ناقانونه وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په تړاو نیول شوي دي.