۲۵۸ کیلو ګرامه نشه یي توکي په بدخشان او هرات ولایتونو کې کشف او ونیول شول
بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، دوه تنه د ۲۲۲ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې او دوه تنه نور یې د ۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو سره د یاد ولایت فیض اباد ښار په اړونده سیمو کې نیولي دي.
په همدې حال کې، دوه تنه نور د ۱۶ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو د هرات ولایت په اړونده سیمو نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.