۲۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
پولیسو دغه کسان د غلا، وژنو، قاچاق، تېرایستنو او ځينې نورو جرمونو په تړاو په ورستیو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، سرپل، کابل، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې نیولي دي.
د تخار د امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو درې کسه مرکز تاقان ښار کې د مالګې د قاچاق، یو تن د قتل او دوه کسه د جعلي سرو زرو د پلور په تړاو د یاد ولایت په هزار سموچ ولسوالۍ کې نیولي دي. دې ته ورته، درې تنه د قتل په تړاو د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ او یو تن د سګرټو د قاچاق په تړاو د همدې ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې نیول شوی دي.
په ورته وخت کې، د سرپل ولایت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو تن د قتل او یو تن د وهلو ډبولو په تړاو د یاد ولایت په مرکز او دوه تنه د همدې ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې په تړاو نیولي دي.
له بل لوري، امنیتي پولیسو دوه تنه د قتل په تړاو د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ، دوه غله، چې له خلکو به یې پيسې، موټر او نور وسایل شوکول د کابل ښار په اتلسمه ناحیه کې نیولی دي. همداراز، یو تن د موترو د غلا په تړاو د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې نیول شوی دی.