۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په لړ کې ترهګرو طالبانو د بېلابېلو ځانمرګو بریدونو، ماین چاودنو او غلچکي بریدونو په ترڅ کې ۷۳۹۱ ملکي بېګناه افغان وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
ترهګرو طالبانو خپلو شومو موخو ته د رسېدنې لپاره د بریدونو پر مهال ۲۲۱۹ افغان ملکي وګړي شهیدان کړي او ۵۱۷۲ نور یې ټپیان کړي دي.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبانو لخوا د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د خواشینۍ ژور مراتب څرګندوي او یو ځل بیا د خپلو خلکو د امنیت ساتنې په برخه کې پر خپله ژمنتیا ټینګار کوي.
د ملکي خلکو په نښه کول جنګي جنایت دی او ترهګر به ډېر ژر د افغانانو له حساب سره مخ شي.