۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.

د کابل، سمنګان، غزني، ننګرهار، لوګر او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د وسله والو غلاو، وژنې او جعل په تړاو نیولي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې اته تنه د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار له اړوند سیمو د وسله والو غلاو، وژنې او غیرقانوني وسلو د لېږد؛ دوه تنه د غزني ښار د دویمې حوزې له اړوند سیمو د وسله والو غلاو په تور؛ درې تنه د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار څخه د غلا او وژنې په تړاو؛ درې تنه د لوګر ولایت څخه د پیسو د جعل په تړاو؛ دوه تنه د هلمند ولایت څخه د غلا په تور او یو بل تن د کابل ښار د ۱۱ ناحیې له اړوند سیمې څخه نیول شوي دي.
له یاد کسانو څخه یو شمېر سپکې او درنې وسلې د راکټ، پيکا، ماشیندار، کلاشینکوف او تفنګچې په ګډون د پولیسو لاسته ورغلي دي.