۱۸ ښځینه پولیسو ته د موټر چلونې جوازونه ووېشل شول

نن د ښځینه پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۱۸ تنه ښځینه پولیس د موټر چلونې او ترافیکي قوانینو زده کړو ترلاسه کولو وروسته د موټر چلونې جوازونه ترلاسه کړل.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي وویل، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي؛ څو ورځ تر بلې پولیس په بېلابېلو برخو کې په مسلکي ډول وروزي.
لوی پاسوال عبدالجبار پردلي زیاته کړه، چې دا برنامه هم د پولیسو د مسلکي کولو د برنامو یوه برخه ده؛ چې د نورو پولیسو په ځانګړې توګه د ښځینه پولیسو توانایۍ به په بېلابېلو برخو کې لوړې کړي.
د یادونې وړ ده چې یاد ښوونیز مرکز د ښځینه پولیسو لپاره په بېلابېلو برخو له هغې ډلې اداري مهارتونو، ظرفیت لوړونې او ګرځنده ښوونیزو برخو کې هم ځینې برنامې تر لاس لاندې لري.