۱۶ کسه په پلازمېنه کابل او هرات کې د غلاوو په تړاو نيول شوي
د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي پېښو سره د مبارزې پوليسو ۹ کسه د موټرو د غلا، کورونو وهلو او ورته جنايي پېښو په تړاو په تېره يوه اونۍ کې نيولي دي.
په ورته وخت کې، د غلو اوه کسېزه ډله چې له ښاريانو به يې د موټرو د غلا ترڅنګ بېلابېل سامانونه غلا کول هرات کې د امنيه قومندانۍ منسوبينو نيولي دي.
له نيول شوو، پوليسو درې غلا کړي موټرسايکونه هم لاس ته راوړي دي.