۱۱ تنه له شپږو ولایتونو د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۰:۶
d

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۱ تنه له کابل، ننګرهار، نیمروز، فاریاب، کندهار او کنړ ولایتونو څخه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه نږدې ۱۰۰ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي، درې عرادې موټر او څه باندې ۸۰۰ قرصه تابلېت "K" د پولیسو لاسته ورغلي دي.