۱۰ ولايتونو کې؛ پوليسو ۳۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۰:۴۲
یلیلیل

پولیسو د هیواد په لسو ولایتونو کې د غلا، قمار، وهلو ټکولو، اخلاقي فساد او ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، اته تنه د قمار او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان، کندز کې څلور وسله وال غله له اته میله ښکاري چره ییز ټوپکونو او یو میل تومانچې سره او څلور تنه د وژنې په تړاو د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
ورته مهال، درې تنه په چاقو د یو کس د ټپي کولو په تړاو په اورزګان، دوه غله په ننګرهار، دوه تنه د نامشروع اړیکو په تړاو په غور، دوه مجرمین په سمنګان، یو تن د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو په هرات او دوه غله په بامیان او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.