۱۰ وسله وال غله، ۶ شپږ قاتلین او ۲ غیرمسووله وسله وال له ۹ ولایتونو نیول شوي
د کابل، بغلان، لوګر، سمنګان، تخار او هرات ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د دوی له منځه دوه تنه له پلخمري ښار او د سمنګان – بلخ له لویې لارې د موټر د غلا، یو تن له هرات ښار څخه د موټر د غلا، دوه تنه د کابل ښار د ۱۳ حوزې او د لوګر د پُل علَم ښار له اړوند سیمو څخه د موبایل د غلا، دوه تنه له هلمند څخه د موټر د غلا او درې تنه نور د تخار ولایت له تالقان ښار او نمک آب ولسوالۍ څخه د یو عراده موټر او هټۍ د لوټولو په تړاو نیول شوي.
همداراز درې تنه د جوزجان ولایت له شبرغان ښار، یو تن د کابل ښار د ۱۸ حوزې له اړوند سیمو او دوه تنه د کندهار ولایت د عینو مېنې ښارګوټي له اړوند سیمو څخه د وژنې په تړاو نیول شوي دي.
پولیسو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو هم نیولي دي.
د یادونې ده چې یاد کسان د تېرو دوه ورځنیو عملیاتو په لړ کې نیول شوي او له دې کسانو څخه څو میله وسلې او غلا شوي مالونه هم ضبط شوي دي.