یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو.

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۱۲:۲
یوه ترهګر طالب چې غوښتل یې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا له پېژندنې وروسته ووژل شو.
دا پداسې حال کې ده چې تر دې دمخه دیني علماوو او خلکو له ترهګرو په وار- وار غوښتي وو، چې د بریدونو په ترسره کولو د بېګناه خلکو د شهادت او مرګ ژوبلې لامل نشي خو ترهګرو ډلو او طالبانو د خلکو د سولې غږ ته تل په بریدونو ځواب ورکړی.