یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې د کشفي عملیاتو پر مهال ۱۳ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله توپنچې او ۵ میله کمرشکن کشف او ضبط کړي او د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې یې د یادې قوماندانۍ د ډایاک مدیریت ته سپارلي دي. همدارنګه، د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو په تېرو دوو ورځو کې ۱۴ تنه د غلا او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. له نیول شویو کسانو سره درې عرادې موټرسایکلونه، ۱۷ سیټه ګرځنده ټیلیفونونه، ۴۰۰ زره افغانۍ، یو راکټ، یوه توپنچه، یو میل کلاشینکوف، یو د راکټ دوربین او یو شمېر مرمۍ ترلاسه شوې دي.