یو تن د وسلو او مهماتو د پېر او پلور په تړاو ونیول شو.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۱:۹
ر

د پکتیا ولایت د استخباراتو مدیریت منسوبینو په څمکنیو ولسوالۍ کې یو کس د وسلو او مهماتو د پېر او پلور په تړاو نیولی دی.
له نیول شوي کس څخه درې میله کلاشینکوفونه، ۲۰ شاجورونه او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
یاد کس په څمکنیو ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو لپاره د وسلو په برابرولو کې فعال نقش درلود.