ګرانو هېوادوالو ستاسې له درنښت او مینې پوره منندوئ یم

hakimi-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۷:۴۵
۱

درنو هېوادوالو!!
لومړی خو د دغه لوی راسپارل شوي مسوولیت له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشرتابه له اعتماد څخه یو ځل بیا مننه کوم، ما د جمهوري ریاست مشرتابه له سپارښتونو سره سم د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په توګه خپل رسمي کار پیل کړ.
پوهېږم چې د کورنیو چارو وزارت تول باعزته منسوبین او زموږ درانه هېوادوال لېواله دي څو د مبارکۍ په پار راشي، خو د څو لاملونو له امله نه غواړم څو دوی په زحمت کړم.
لومړی تشریفاتي مسایل د وخت د ضایع کېدو لامل کېږي او په دوهم ګام کې په ټولنه کې د کورونا ویروس د درېیمې خطرناکې څپې د خپرېدو جدي ګواښ لا شتون لري نو زه ستاسې د هر یوه پیغامونه ترلاسه کوم او له مینې او پیرزوینې څخه مو وړاندې له وړاندې مننه کوم.
موږ ټول د یوې موخې لپاره چې سولې او ټیکاو ته رسېدل دي، هڅې کوو او په دغه برخه کې د خپلو ټولو شته امکاناتو څخه کار اخلو څو یو مثت هدف ته ورسېږو.
درنښت
ستر پاسوال عبدالرحمان رحمان
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین