کونړ کې یو ماشوم د انسان تښتوونکي له منګلو وژغورل شو

نن د کونړ ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو یو پنځه کلن ماشوم "محمد" د انسان تښتوونکي له منګلو ژغورلی دی.
تېره شپه یوه انسان تښتوونکي د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد ښار په دکړه مار سیمه کې محمد تښتولی و، چې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې د نورګل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی او یاد ماشوم یې د انسان تښتوونکي له منګلو خلاص کړی دی.