کونړ او خوست کې دوه تنه د ګڼ شمېر نشه يي او کېمیاوي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۹ - ۸:۴۰
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کونړ او خوست ولایتونو کې ۵۷۵ کیلوګرامه کېمیاوي توکي د "پوتاشیم کلورایټ او امونیم نایترېټ" له ډوله او همدارنکه ۶۴ کیلوګرامه نشه يي توکي د "تریاکو او چرسو" له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
پولیسو د نشه يي توکو ضد یاد عملیات د کونړ په نورګل ولسوالۍ او د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې جرمي قضیو په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.