کونړ، ننګرهار او پنجشېر کې ۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کونړ، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې یو کس له ۱۷ کیلوګرامه چرسو، د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د ۱۰۰ کیلوګرامه چرسو او ښيښه سره او همدارنګه د پنجشېر ولایت په خنچ ولسوالۍ کې هم یو کس له ۴۲ کیلوګرامه چرسو او تریاکو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.