کورنیو چارو وزارت کې کاري برخو او کدري پروسو ته بیاکتنه شوې او اصلاح شوې دي

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۹/۴/۲۷ - ۱۵:۷
8

د ګومارنو، تبدیلیو او ترفېعاتو کاري پړاوونه چې په تېر کې په ځنډ ترسره کېدل او پېچلي وو، ان تر ۶ میاشتو یې وخت نیوه؛ اوس ساده شوي او یوازې په ۵ ورځو کې باید طی مراحل شي.
خو د پروسې د تطبیق د درشل له امله اوس هم ۱ میاشت وخت نیسي، چې دا د قناعت وړ نه‌ده او په دې برخه کې لا هڅې روانې دي، څو یاده پروسه په ۵ ورځو کې طی مراحل شي.
هو؛ د پولیسو منسوبین هم باید په‌دې برخه کې همکاري وکړي.
په‌دې مانا چې په پروسه باور وکړي او د ګومارنو په‌پار له ولایتونو څخه مرکز ته مراجعه ونه کړي. په پېژنتون کې د نوي سیستم له مخې له ولایت څخه مرکز ته د دوی اسناد لېږدول کېږي او په کمه ممکنه موده کې طی مراحل کېږي؛ نو له‌همدې امله د دې اړتیا نشته، څو د پولیسو منسوبین مرکز ته مراجعه وکړي او یا هم بل څوک واسطه کړي.
نوی سیستم خپله ستاسو واسطه دی.