کورنیو چارو وزارت کې د ملي پولیسو د مسلکي توب د کچې ډېروالی او د اوسنۍ رهبرۍ د موثریت څلور ورځنی سیمینار نن پیل شو

farhadi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۹ - ۱۴:۴۹
moi


د کورنیو چارو وزارت اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي د دې سیمینار پرانیسته د پولیسو د مسلکي توب او د رهبرۍ د کچې په موثریت کې د پاملرنې وړ وبله او زیاته یې کړه، چې د دې سیمینارونو موخه د خلکو تر منځ اعتماد جوړونه، د رڼه او ځواب ویونکي سیسټم رامنځته کول، په وخت د خلکو ستونزو ته رسیدګي، مسلکي چلند او له فساد سره مبارزه ښودل شوې ده.

د دې ترڅنګ، ښاغلي پردلي د پولیسو په ریښتیني تعریف ټینګار وکړ او وویل، چې پولیس د ټولنې خدمتګار پوړ دی او په دې برخه کې باید ګوټلي ګامونه پورته شي او دا چاره د ټولنې د علماو او روحانیونو سره په ګټه سلا کې اوچته پرمخ تلای شي.

همداراز د ستر امنیتي معینیت د دفتر لوی رییس عبدالمقیم عبدالرحیم زي؛ پولیس د قانون پلې کوونکي یاد کړل او زیاته یې کړه، چې له خلکو سره همکاري د پولیسو ستره ځانګړنه ده او د جرمونو د مخینوي په برخه کې باید بې سارې هڅې قرباني کړي، تر څو د پولیسو لپاره ټاکل شوې موخې لاسته راشي.

له دې سره، د پولیسو د اصلاحاتو په برخه کې بهرنیو سلاکارانو، د پولیسو له خوا د هر ډول جرمونو په وړاندې مبارزه اړینه یاد کړه او وویل، چې پولیس باید د خلکو ترمنځ خپل همکار دېوال ورغوي او د خلکو او پولیسو ترمنځ همکاري شته ستونزې په اسانۍ سره له منځه وړی شي.